د چين دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په اوولسمې نېټې د خوب په نوم د سمندر د تل برمه کوونکې بېړۍ د جوړېدو په مناسبت اړوندو ادارو او کارکوونکو ته د مبارکۍ پيغام ليږلی دی.
رئيس شي د نوموړې بېړۍ بريالۍ ازموينه او د سمندري علمي څېړنو د بېړيو په لړ کې ګډون د سمندر تل ته د ننوتنې، څېړنې او انکشاف په برخو کې د چين اړین ګام او د سمندري چارو او ټېکنالوژۍ مهمه پايله بللې ده.
نوموړي د دغې بېړۍ د جوړولو ادارې او کاروونکي هڅولي، چې له دغې بېړۍ څخه ښه استفاده وکړي او د سمندري ټېکنالوژۍ نوښت او نړيوالې همکارۍ پياوړې کړي.