د تجربې ۷ اصول به د چين او امريکې د اړيکو د پرمختګ بنسټ برابر کړي
CMG2024/11/18 10:30:01
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په شپاړسمې نېټې د پېرو په پلازمېنې ليما کې د امريکې له ولسمشر جو بايډن سره يو ساعت او پنځه څلوېښت دقیقې لیدنه کړې او د اړيکو او نړيوالو او سيمه ييزو چارو په اړه يې ډاګیزې، ژورې او رغنده خبرې کړې دي.

رئيس شي په يادې ليدنې کې د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو د تجربې او الهام ۷ ټکي بيان کړي او ويلي يې دي، چې دواړه هېوادونه دې مناسب ستراتيژيک تفاهم غوره کړي، د اعتماد وړ خبرې او ژمنې دې پلې کړي، يو له بل سره دې برابر سلوک وکړي، یو د بل سرې کرښې دې نه چېلنج کوي، خبرې اترې او همکارۍ دې ډېرې کړي، د خلکو هيلو ته دې ځوابونه ووايي او د لويو هېوادونو په توګه دې خپل مسئوليتونه پرغاړه واخلي او پلي دې يې کړي.

نوموړي یاد ۷ ټکي د چين او امريکا د ۴۵ کلنو اړيکو له تجربو رابرسېره کړي او د دواړو خواوو د اړيکو د لا ټينګښت لوری یې روښانه کړی دی.

د چين او امريکا اړيکو د دواړو مشرانو تر ستراتيژيکې لارښوونې لاندې ارزښتناک پرمختګ موندلی او دواړه خواوې په درنښت ورته وګوري.

ټاکل شوې، د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امريکې نوی حکومت به کابو دوه مياشتې وروسته لوړه وکړي.

د رئيس شي يادو ۷ ټکو د نوې زمانې لپاره د چين او امريکې ترمنځ د سلوک مناسبه لاره روښانه کړې، چې دواړو خواوو او نړۍ ته به ګټې ورسوي.