زياتو هېوادونو د کوپ ۲۹ غونډې په ترڅ کې د اوربند غوښتنه کړې
CMG2024/11/18 14:29:25
شريکول:

زياتو هېوادونو د کوپ ۲۹ غونډې په ترڅ کې د اوربند غوښتنه کړې

 

د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون چوکاټي تړون د لاسليکوونکو ۲۹مه غونډه (COP29) د اذربايجان په پلازمېنې باکو کې روانه ده، چې د چين په شمول د دې غونډې نږدې ۱۳۰ برخوالو هېوادونو د ((کوپ اوربند)) وړانديز کړی دی.

په دغه وړانديز کې له مختلفو هېوادونو څخه غوښتل شوي، چې د کوپ ۲۹ غونډې پرمهال له پوځي عملياتو لاس واخلي او د اقليمي بدلون ضد دې يو موټی پاتې شي.

اذربايجان د کوپ د سږنۍ غونډې کوربه دی او په يوې اعلاميې کې یې ويلي، چې د اوربند موده د کوپ ۲۹ غونډې د ترسره کېدو له وخت سره برابر دی

په یادې اعلاميې کې د کوپ اوربند دوې اصلي موخې پر چاپېريال د پوځي عملياتو د لوګيو د اغېزو کموالی او د اقليمي بدلون ضد د يووالي او ګډو هڅو پياوړتيا ښودل شوې ده.

اعلاميه وايي، پوځي عملياتو په نړۍ کې د شنو خونو پراخ ګازونه خوره کړي، چې اندازه يې د نړۍ د شنو خونو د ګازونو د کلنۍ اندازې ۵/۵ سلنه جوړوي.