نړيوالو شخصيتونو د ايپېک په ۳۱مې غیر رسمي سرمشريزې کې د رئيس شي جين پینګ وينا مثبته ارزولې
CGTN2024/11/18 09:44:41
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د ايپېک ۳۱مې غير رسمي سرمشريزې ته د وینا په ترڅ کې یو لړ مهم وړانديزونه کړي دي.

د څو هېوادونو شخصيتونو ويلي، چې د اسيا او ارام سمندري سيمې د ګډ برخلیک ټولنې د ابادۍ لپاره د رئیس شي وړانديزونه لارښوونکی اهميت لري او د اقتصاد د باکيفيته پرمختګ او د ورخلاصون د پراخوالي په برخه کې به د چين د حکومت پراخې هڅې د سیمې او نړۍ د پرمختګ لپاره لازيات نوي فرصتونه برابر کړي.