شي جين پينګ د برېتانيا له صدراعظم کېیر سټارمر سره وکتل
CMG2024/11/18 22:06:59
شريکول:

د چین دولت رئیس شي جين پينګ د نومبر په ۱۸مې نېټې د برازیل په ریو جانيرو کې د جي شل په سرمشریزې کې د ګډون په څنډې کې د برېتانيا له صدراعظم کېیر سټارمر سره کتلي او د دواړو هېوادونو پر اړیکو غږیدلي دي.

شي جین پينګ له نوموړي سره په خبرو کې ويلي، چین او برېتانيا دې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دایمي غړو او د نړۍ د عمده اقتصادونو په حیث د ځاني پرمختګ ترڅنګ د نړیوالو ننګونو پر وړاندې د مقابلې دندې هم پرغاړه واخلي.

نوموړي ويلي، که څه هم چين او برېتانيا د تاریخ او کلتور، ارزښتونو او ټولنیز نظام په برخو کې توپیرونه لري، خو دواړه هېوادونه پراخې ګډې ګټې هم لري او په خبره یې،  دواړه خواوې دې خپلمنځي ستراتیژيکې تبادلې او سیاسي تفاهم پیاوړي کړي او د لړیزو همکاریو له لارې دې خپلو وګړیو ته نورې زیاتې ګټې ورسوي.

ښاغلي کېیر سټارمر ویلي، هېواد یې له چین سره پراخې ګډې ګټې لري او د اقتصاد او سوداګرۍ، علمي ټکنالوژۍ، طبي درملنې، ښوونې او د اقلیمي بدلون ضد مبارزې په شمول ډېرو برخو کې به ورسره اغېزمنې همکارۍ او نظر تبادلې وکړي.