د چین میډیا ګروپ د پېرو اېل کومیرسیو شرکت سره د همکاريو تړون لاسلیک کړ
CMG2024/11/18 12:57:45
شريکول:

د چین میډیا ګروپ د نومبر په ۱۵مې نېټې د پېرو له اېل کومیرسیو شرکت سره د همکاريو تړون لاسلیک کړی دی.

دواړه خواوې د خپرونو د تبادلې، تخنیکي نوښت، د کسانو د تګ راتګ او همکاريزو چارو په برخو کې هوکړې ته رسېدلې دي.

د چین میډیا ګروپ مشر شن های شیونګ او د پېرو د اېل کومیرسیو شرکت د ټلویزیون او ورځپاڼې مشرانو د یاد تړون د لاسلیک په مراسمو کې ګډون کړی و.

ښاغلي شن های شیونګ يادو مراسمو ته ويلي، چې دغه همکاريز تړون به د چین او پېرو د رسنیو ترمنځ د همکاريو د ژورتیا لپاره بنسټ برابر کړي او هيله يې ښودلې، چې د دواړو خواوو ترمنځ د خبرونو د تبادلې، د سپورټي لوبو د خپرولو، د ګډو خپرونو او د فلم اخیستنې په شمول ډېرو برخو کې تبادلې او همکارۍ پياوړې کړي.