د چين دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۱۶مې نېټې د اسيا او ارام سمندري سيمې د اقتصادي همکاريو سازمان (ايپېک) په ۳۱مې غير رسمي سرمشريزې کې ګډون او وينا کړې ده.
نوموړي ويلي، هېواد به يې په ۲۰۲۶م کال کې د ايپېک کوربه وي او له بېلا بېلو خواوو سره به د اسيا او ارام سمندري سيمې همکارۍ نورې هم ژروې کړي او خلکو ته به ګټې ورسوي.
چین به په ۲۰۲۶م کال کې له ۱۲ کلن ځنډ وروسته يو ځل بيا د ايپېک کوربتوب وکړي او د سیمې د پرمختګ لپاره به ځواک او خدمتونه برابر کړي.
اوسنۍ نړۍ د نويو کړکېچونو او بدلونونو پړاو ته ننوتلې او له کمساري نازک حالت څخه تېريږي، د اقتصاد خوځنده ځواک يې کم شوی، د يو اړخيزم او پروټېکشنيزم څپې پکې پورته شوي او د اقتصاد د نړیوال کېدو څپه يې په هسکو ټيټو کې روانه ده.
د ۲۰۲۴م کال د نړۍ د ورخلاصون راپور کې ويل شوي، چې په تېر ۲۰۲۳م کال کې د نړۍ د ورخلاصون انډول د ۲۰۰۸م کال په پرتله ۵ اعشاريه ۴۳ سلنه ټيټ شوی او په ورته وخت کې بیا نوي تخنيکي انقلاب او صنعتي اصلاحاتو وده موندلې او د اقتصاد د نړیوال کېدو د بيا چټکېدو لپاره يې خوځنده ځواک برابر کړی دی.
د اسيا او ارام سمندري سيمې اقتصاد د نړۍ د نورو سیمو په پرتله ډېر حياتي ځواک لري. دغې سيمې په تېرو لسګونو کلونو کې سوله ييز او ثابت چاپېريال ساتلی او پر څواړخيزم او پرانيستي سيمه یيزتوب يې ټينګار کړی دی، چې په دې سره يې په اقتصادي زیاتوالي کې ډېر بدلون راغلی او د نړۍ پاملرنه یې را جلب کړې ده.
د اسيا او ارام سمندر سيمه په اوسني پېچلي وضعيت کې څنګه اقتصادي وده موندلی شي؟
ورخلاصون او ټولشموليت د اسيا او ارام سمندري سيمې ځانګړتيا بلل کېږي. لس کاله مخکې د ايپېک بېجینګ سرمشريزې د اسيا او ارام سمندري سیمې د ازادو سوداګريزو سيمو د جوړولو پرېکړه کړې وه او په سږنۍ سرمشريزې کې یې د دغو سیمو د جوړولو په اړه نوي لارښوونيز سندونه تصويب کړي دي.
د شنونکو په اند، ايپېک نوي سندونه د اسانې او ازادې سوداګرۍ لپاره د اسيا او ارام سمندري سيمې د هڅو او ټينګ هوډ څرګندويي کوي او د ۲۰۴۰م کال د پوتراجايا پلان د پلي کېدو لپاره یې ډېر مهم بولي.
اسيا او ارام سمندري سيمه د ټولو پرمختګ ريښتنی پرمختګ بولي او په دې اند ده، چې د اقتصاد د نړیوال کېدو د پياوړتيا لپاره باید ټول هېوادونه په ګډه پرمختګ ومومي او له نورو سره یې هم باید شريک کړي، څو نور اقتصادونه او خلک هم د پرمختګ له بهیره برخمن شي.
چين د پرمختګ د موندلو په برخه کې د خلکو ګټو ته لومړيتوب ورکوي او د دغه هېواد دولت رئیس شي جين پينګ د دغه سازمان سږنۍ سرمشريزې ته ويلي، چې په ايپېک کې به د خلکو د عایداتو د لوړوالي او د کوچنيو او منځنيو شرکتونو د ګډ پرمختګ وړانديزونه پلي کړي او دغه راز د سیمې خلکو ته به ګټې ورسوي، د ټولنې عدالت او انصاف به وساتي او د دغې سيمې د اقتصادونو د ګډ پرمختګ لپاره به ګټورې چارې ترسره کړي.
زرغون او ډیجيټلي پرمختګ د اسيا او ارام سمندري سيمې يوه بله ځانګړتيا ده. د چين دولت رئيس شي جين پينګ د ايپېک سږنۍ سرمشريزې ته وړانديز کړی، چې د تخنيکي نوښت له لارې نوی تولیدي توان راپورته او د مصنوعي ځيرکتيا په شمول د نويو تخنيکونو په مټ نړيوال اقتصاد ته غښتلی خوځنده ځواک برابر کړي.
چين د اسيا او ارام سمندري سيمې مهم غړی او پرمختګ يې په دغې سيمې پسې تړلی دی.
شي جين پينګ د ايپېک سږنۍ سرمشريزې کې ويلي، چې هېواد به يې د اصلاحاتو د بشپړتيا او ژورېدو او د باکيفيته پرمختګ د ودې لپاره هڅې وکړي، پر زرغون پرمختګ به ټینګار ولري، په لا لوړې سويې به د پرانيستي اقتصاد نوی سیسټم جوړ کړي او د خپل نوي پرمختګ په مټ به اسيا او ارام سمندري سيمې ته ډېرې ګټې ورسوي.
د چين دولت رئيس شي جين پينګ او د پېرو ولسمشرې دينا بورورت د نومبر په ۱۴مې نېټې د چانکای بندر د پرانيستلو اعلان وکړ.
د چانکای بندر پر پل يوه شعار( دا د ټولو بندر او د ټولو لپاره دی) د خلکو پاملرنه راجلب کړې وه.
دغه بندر د اسيا او ارام سمندري سیمې د ورخلاصون او همکاريو او د اقتصاد نړيوال کېدو ته د ودې ورکولو په موخه جوړ شوی دی.
د اسيا او ارام سمندري سیمې خلک هيله لري، چې د ايپېک غړي د دغې سيمې د پرمختګ لپاره ښه زمينه برابره کړي.