شي جين پينګ د استراليا له صدارعظم انټوني البانيس سره ولیدل
CMG2024/11/18 22:58:32
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۱۸مې نېټې د برازيل په ريو جانيرو کې د جي شل يا لويو صنعتي هېوادونو د مشرانو په ۱۹مې سرمشريزې کې د ګډون په څنډې کې د استراليا له صدراعظم انټوني البانيس سره لیدلي دي.

شي جين پينګ او انټوني البانیس د تېر کال په نومبر کې د چين په پلازمېنې بېجينګ کې د چين او استراليا ترمنځ د اړيکو د اوږد مهاله پرمختګ د ستراتيژۍ، عمومي حالاتو او لوري په اړه ژورې تبادلې کړې وې او دواړو هېوادونو له یو کال راهیسې په بېلا بېلو کچو نږدې تګ راتګ ساتلی او د مشرانو مهمې ګډې نظریې یې تطبيق کړې دي.

شي جينګ پينګ له انټوني البانیس سره په خبرو کې ويلي، چين او استراليا د بنسټيزو ګټو پر سر هیڅ جنجال نه لري او په خبره یې، که دواړه خواوې یو بل ته متقابل درناوی او مساوي چلند وکړي او د توپيرونو په موجوديت کې ګډې ګټې ولټوي، نو خپلمنځي اړيکې به یې نورې هم ټينګې شي.

نوموړي ويلي، چين غواړي له استراليا سره د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريو اړيکې جوړې کړي او سيمې او نړۍ ته ثابتې ګټې ورسوي.

انټوني البانيس هم په خپلو خبرو کې د دواړو مشرانو ترمنځ د تېر کال ليدنې ته اشاره کړې او ويلي یې دي، چې له رئیس شي جين پينګ سره یې د استراليا او چين ترمنځ د هراړخيزو ستراتيژيکو دوستانه اړيکو د جوړېدو د لسمې کليزې پرمهال لیدلي وو او د دواړو هېوادونو پر اړيکو یې ورسره ژورې خبرې کړې وې.

نوموړي ويلي، دواړو هېوادونو له تېر کال راهیسې د سوداګرۍ په شمول بېلا بېلو برخو کې پرمختګ کړی او خپلو خلکو ته یې ګټې رسولې دي.

انټوني البانیس په ټينګار ويلي، چې هېواد یې د يو چين پر اصل ټينګار لري او د اقتصاد د نړيوال کېدو نظريې غوره او پلي کوي.

نوموړي هيله ښودلې، چې استراليا او چين د انرژۍ او د اقليمي بدلون په شمول ډېرو برخو کې پراخې همکارۍ وکړي.