د چين دولت رئيس شي جين پينګ د برازيل د ولسمشر دلويز لولا سيلوا په بلنې د جي شل د مشرانو په ۱۹مې سرمشريزې کې د ګډون او له دغه هېواد څخه د ليدنې په پار په ځانګړې الوتکې کې د نومبر د ۱۷مې نېټې په مازديګر ريو جانيرو ته رسېدلی دی.
د رئيس شي ځانګړې الوتکه په ريو جانيرو کې د هوايي ځواکونو د اډې په هوايي ډګر کې ښکته شوې او د برازيل لوړ پوړو چارو یې تود هرکلی کړی دی.
رئيس شي په هوايي ډګر کې کتبي وينا کړې او د برازيل حکومت او خلکو ته یې نيکې هيلې او پېروزوینې وړاندې کړې دي.
نوموړي ويلي، چين او برازيل له تېرو څو کلونو راهيسې متقابل سياسي باور ډېر ټينګ کړی، همکاريو او کلتوري تبادلو يې ډېرې پايلې ترلاسه کړي، د پرمختيايي هېوادونو عادلانه غږ یې پورته کړی او د نړيوالې سولې او پرمختګ لپاره يې مهم خدمتونه کړي دي.
رئيس شي باور ښودلی، چې دغه سفر به يې د دواړو هېوادونو ترمنځ ستراتيژيک باور او د بېلا بېلو برخو همکارۍ پياوړې کړي او هيله يې ښودلې، چې د جي شل د مشرانو په ۱۹مې سرمشريزې کې به له نورو ګډونوالو سره د پرمختګ پر پلانونو بحثونه وکړي، د نړۍ د برابرې او منظمې څو قطبي او د ګډو ګټو او ټولشموليت په بڼه د اقتصاد نړيوال کېدو د غوښتلو لپاره به ګډ غږ پورته کړي او په ګډو هڅو به د نړيوال اقتصادي همکاريز ډګر په توګه د جي شل رول لا ځلانده کړي.