روسي کارپوهه: چين د بېوزلۍ کمولو او د عادلانه نړيوال نظام لپاره هڅې کوي
CMG2024/11/18 15:22:24
شريکول:

د جي شل يا د نړۍ د شلو لویو صنعتي هېوادونو ۱۹مه سرمشریزه به د نومبر په ۱۸مې او ۱۹مې نېټې د برازیل په ریو دي جینیرو کې ترسره شي او "د عادلانه نړۍ او دوامدارې ځمکې " پر موضوع به بحثونه وکړي.

ټاکل شوې، د کوربه هېواد ولسمشر به په دغې سرمشریزې کې " د لوږې او بېوزلۍ پر وړاندې نړیوال اتحاد" د جوړولو اعلان وکړي.

د روسيې د علومو اکاډمۍ د چين او عصري اسيا د انسټيټوټ لوړپوړې څېړونکې ايکاترينا زاکليازمينسکايا د چین میډیا ګروپ له خبریال سره په مرکې کې ويلي، چې چين د بېوزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې د يوې بېلګې په توګه مثبتې تجربې لري او دغه هېواد نه يوازې په کوردننه د بېوزلۍ کمولو او له منځه وړلو ته ژمن دی، بلکې د يو عادلانه نړيوال نظام د ټينګښت لپاره هم فعالې هڅې کوي.