دينا بورورت: چانکای بندر د پېرو د سمندري لارې د ترانسپورتي توان د پياوړتيا لپاره پړاويز اهميت لري
CMG2024/11/18 10:10:30
شريکول:

د پېرو ولسمشرې دينا بورورت د نومبر په ۱۶مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې د چانکای بندر پرانيستل د دغه هېواد د سمندري لارې د ترانسپورتي توان د پياوړتيا او اسيا او ارام سمندر سيمې ته یې د اغېزو د پراخوالي په برخه کې پړاويز اهميت لري.

نوموړې په همدې ورځ په يوې خبري ناستې کې د ايپېک د مشرانو د ۳۱مې غير رسمي غونډې د لاسته راوړنو په هکله معلومات ورکړي دي.

د چين دولت رئيس شي جين پينګ له يادې غونډې مخکې له پېرو څخه رسمې لېدنه کړې او د دغه هېواد له ولسمشرې سره يې په ګډه د چانکای بندر د پرانيستلو اعلان کړی دی.

دواړو هېوادونو د ازادي سوداګرۍ د تړون د لوړې کچې پروتوکول هم لاسليک کړی دی.

ولسمشرې دينا بورورت د پروتوکول لاسليک په تجارتي ساحه کې د راکړې ورکړې ښه پایله بللې ده.