چین میډیا ګروپ د پېرو لارکو موزیم ته د چیني لارښود سیسټم ډالۍ کړی او د دغه ګروپ مشر شن های شیونګ او د پېرو د لارکو موزیم رئیس اندریس او د دغه موزیم اجرایوي رئیسې اللا هولمکویست د نومبر په ۱۵مې نېټې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې ياد سیسټم پرانېستلی دی.
شن های شیونګ يادو مراسمو ته ويلي، په لارکو موزیم کې د پېرو د کلتور او لرغونو تمدنونو داسې اثار خوندي دي، چې د دغه هېواد د اوږد او ځانګړي تاریخ ښکارندويي کوي.
نوموړي دغه موزیم د چین او پېرو ترمنځ د کلتوري تبادلې لپاره ښه وسيله بللې او زياته کړې يې ده، چې په لارکو موزیم کې د چیني سیسټم پرانیستل به د دواړو هیوادونو د تمدنونو متقابلې زده کړې او تبادلې لا ژورې کړي او د چین سیلانیان به د پیرو تاریخ او کلتور ښه وپېژني او د انکا (د جنوبي امريکې لرغونی تمدن) تمدني ښکلا به احساس کړي.