د چین يو باروړونکی اورګاډی د نومبر په ۱۸مې نېټې د سهار په ۱۰ بجو او ۱۸ دقيقو د دغه هېواد له يي وو ښار څخه د هسپانيې مادريد په لوري خوځيدلی، چې همدغه نېټه د چين او اروپا د بار وړونکو اورګاډيو د تګ راتګ له لسمې کليزې سره برابره ده.
د دغه اورګاډي په ۱۱۰ کنټينرونو کې د ورځنيو اړتیاوو توکي، د موټرو پرزې، د ماشینونو تجهیزات او نور صادراتي توکي بار دي.
د چين د ريلوۍ ملي ګروپ خبر ورکړی، چې په تېرې يوې لسیزې کې د چين د يي وو او اروپا ترمنځ څه دپاسه ۶۷۰۰ بار وړونکو اورګاډيو تګ راتګ کړی او پر ډول ډول توکو بار ۶۷۰ زره کنټينرونه يې ليږدولي دي.
د چين او اروپا ترمنځ غځېدلې پټلۍ له ۵۰ څخه زیات اسیايي او اروپايي هېوادونه او کابو ۱۶۰ ښارونه سره نښلولي او هر کال پرې له ۱۱۰۰ څخه زیات بار وړونکي اورګاډي تګ راتګ کوي.