د چين دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر د اتلسمې نېټې په سهار د برازيل په ريو جانيرو کې د جي شل په ۱۹مې سرمشریزې کې ګډون کړی او د ګډ پرمختګ د يوې عادلانه نړۍ د ابادولو په عنوان يې وينا کړې ده.
شي جين پينګ په خپلې وينا کې ويلي، چې هغه د چين د کليو، ولسواليو، ښارونو، ولايتونو په ادارو او بيا د چين د کمونېست ګوند په مرکزي کمېټې کې کار کړی او د بېوزلۍ د له منځه وړلو چارې یې د خپل کار يوه مهمه برخه بللې او د دغو چارو د بشپړولو ټينګت هوډ یې ساتلی دی.
نوموړي په ټينګار ويلي، چې د بېوزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې چيني بهير دا په ګوته کوي، چې په پرمختيايي هېوادونو کې د بېوزلۍ مسئله د نه ستومانه کېدوونکو هڅو، ټينګ هوډ او د مبارزې د روحيې پر مټ حلېدای شي.
چين په دې برخه کې بريالی شوی او نور پرمختيايي هېوادونه هم د بري تر بریده رسیدلی شي.
دغه چاره د بېوزلۍ پر وړاندې مبارزې کې د چين د برياليتوب د نړيوال اهميت څرګندويي کوي.