شي جين پينګ د جي شل په نولسمې سرمشريزې کې ګډون او وينا وکړه
CMG2024/11/19 09:53:06
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ پر ځايي وخت د نومبر د اتلسمې نېټې په سهار د برازيل په ريو جانيرو کې د جي شل په نولسمې سرمشريزې کې ګډون کړی او د ګډ پرمختګ د يوې عادلانه نړۍ د ابادولو په عنوان يې وينا کړې ده.

د دغې سرمشريزې د لومړي پړاو بحثونه د لوږې او بېوزلۍ د له منځه وړلو د چارو په محور ورټول وو.

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې په اشارې ويلي، د چين په کوربتوب د جي شل د هانګ جو سرمشريزې د عمومي اقتصادي تګلارو په همغږۍ د پرمختګ چارو ته مرکزي مقام ورکړی و او د جي شل روانې سرمشريزې (( د عادلانه نړۍ او دواملرونکې کرې ابادول)) د غونډې اصلي موضوع ټاکلې ده. نوموړي د دواړو سرمشريزو ګډه موخه د ګډ پرمختګ د يوې عادلانه نړۍ ابادول ښودلي دي.

شي جين پينګ ويلي، د بېوزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې چيني بهير دا په ګوته کوي، چې په پرمختيايي هېوادونو کې د بېوزلۍ مسئله د نه ستومانه کېدوونکو هڅو، ټينګ هوډ او د مبارزې د روحيې پر مټ حلېدای شي. چين په دې برخه کې بريالی شوی او نور پرمختيايي هېوادونه هم د بري تر بریده رسیدلی شي. دغه چاره د بېوزلۍ پر وړاندې مبارزې کې د چين د برياليتوب د نړيوال اهميت څرګندويي کوي.

رئیس شي له نړیوال پرمختګ څخه د ملاتړ اته ماده ييز پلان اعلان کړی دی.

نوموړي د دغه پلان مشخص محتویات داسې څرګند کړي دي:

۱- چین د کمربند او لارې ګډه جوړونه ښه پرمخ بیايي.

۲- چین د ګردې نړۍ د پرمختګ وړاندیز جدي تطبیق کوي او د بېوزلۍ کمولو، د غلو دانو د امنیت ساتنې او ډیجټلي اقتصاد په شمول ځینو برخو کې به له پرمختیايي هېوادونو څخه ملاتړ ته دوام ورکړي.

۳ـ چین د افریقا د ابادۍ دوامدار ملاتړ کوي.

۴- چین د بېوزلۍ له منځه وړلو او د غلو دانو د خونديتوب د نړیوالو همکاريو ملاتړ کوي.

۵ - چین برازیل، جنوبي افریقا او افریقا لیګ ته د علمي ټکنالوژۍ د نړیوالو پرانيستو ګډو همکاريو وړاندیز کړی دی.

۶-  چین د سراسري جنوب هېوادونو سره د مرستې په پار د جي شل له اغېزمنو همکاریو څخه ملاتړ کوي.

۷-  چین د فساد ضد د مبارزې لپاره د جي شل عملي پلان تطبیق کوي.

۸- چین به د ورخلاصون د لوړې کچې سیسټم نور هم بشپړ کړي.

شي جين پينګ د خپلې وينا په پای کې له نورو ګډونوالو څخه غوښتي، چې د ګډ پرمختګ د يوې عادلانه نړۍ د ابادولو، د بېوزلۍ د له منځه وړلو او د ښکليو هيلو د پوره کولو لپاره ګامونه پورته کړي.

نوموړي د دغې سرمشريزې له پيل مخکې له نورو ګډونوالو مشرانو سره د بېوزلۍ او لوږې د مخنيوي د نړيوال اتحاد په پيل مراسمو کې هم ګډون کړی و.

شي جين پينګ پر ځايي وخت د نومبر د ۱۸مې نېټې په مازديګر د جي شل يا لويو صعنتي هېوادونو د نولسمې سرمشريزې د دوهم پړاو بحثونو کې د نړيوالې ادارې د عادلانه او معقول سيسټم د جوړولو په پار د ګډو هڅو په عنوان وينا کړې ده.

رئیس شي په خپلې وينا کې د اقتصاد، پولي چارو، سوداګرۍ، ډيجټلي چارو او ايکولوژۍ د نړيوالې ادارې د بشپړولو وړانديزونه کړي دي.

نوموړي ويلي، جي شل دې د نوي مزل د پيل د ترلاسه شويو پايلو پر بنسټ د نوي پرمختګ لپاره هڅې وکړي او د نړيوالې ادارې په بشپړولو او د تاريخي بهير په پرمخبېولو کې دې پر له پسې رول ولوبوي.

رئیس شي د نړۍ د امنيت اداره د نړيوالې ادارې مهمه برخه بللې او زياته کړې يې ده، چې جي شل دې د ملګرو ملتونو او امنيت شورا او د بحرانونو د سوله ييز حل د ټولو کړنو ملاتړ وکړي، د اوکراين کړکېچ د سياسي حل لارې چارې دې ولټوي، په غزې کې دې د جنګ ښکېلو خواوو اوربند ته وهڅوي، د دوو هېوادونو لايحې ته دې د عمل جامه واچوي او د فلسطين حقه حقونه دې اعاده کړي.