جي شل د لوږې او بېوزلۍ ضد د مبارزې د نړیوال اتحادي سیسټم د فعالېدو اعلان وکړ
CMG2024/11/19 11:17:23
شريکول:

د برازیل ولسمشر لویز لولا د نومبر په ۱۸مې نېټې په ریو جانیرو کې د جي شل یا د شلو لویو صنعتي هېوادونو ډلې د ۱۹مې سرمشریزې په پرانیستونکو مراسمو کې اعلان کړی، چې دغې ډلې د لوږې او بېوزلۍ ضد د مبارزې نړیوال اتحادي سیسټم رسماً فعال کړی دی.

نوموړي له لوږې او بېوزلۍ سره مقابله د اوسنۍ نړۍ مهمه دنده او د یاد اتحاد جوړونه يې د سمسورې ټولنې او نړۍ د ابادۍ لپاره ضروري کار بللی دی او په خبره یې، دا به مختلف هېوادونه وهڅوي، چې اړوندې تګلارې جوړې او د اړتیا وړ پیسې راغونډې کړي.

د خوړو نړيوال پروګرام شمېرې ښيي، چې تېر ۲۰۲۳م کال کې په ګردې نړۍ کې شاوخوا ۷۳۳ ميلیونه کسان له لوږې سره مخ وو.