د سریلانکا نوې کابېنې لوړه وکړه
CMG2024/11/19 11:13:03
شريکول:

د سريلانکا نوې کابېنه، چې ۲۲ غړي لري د نومبر په ۱۸مې نېټې لوړه کړې ده.

د سريلانکا ولسمشر انورا ډیسانایاک د دغه هېواد د دفاع او مالیې، پلان جوړونې او ډیجیټل اقتصاد وزیر په توګه هم دندې ترسره کوي او اېمارا سوریا بیا د دغه هېواد د لومړۍ وزیرې په توګه ټاکل شوې ده.

د سریلانکا ولسمشریزې ټاکنې د تېر سپټمبر په ۲۱مې نېټې ترسره شوې، چې پکې د ملي عوامي ځواک ګوند مشر ډیسانایاک بریالی او د نوي ولسمشر په توګه وټاکل شو.

د سریلانکا په پارلماني ټاکنو کې، چې د نومبر په ۱۴مې نېټې ترسره شوې، د ملي عوامي ځواک ګوند له ۲۲۵ پارلماني څوکيو څخه ۱۵۹ څوکۍ ګټلې دي.