شي جین پينګ له نړیوال پرمختګ څخه د ملاتړ اته ماده ييز پلان اعلان کړی
CMG2024/11/19 00:11:20
شريکول:

د چین دولت رئیس شي جين پينګ د نومبر په ۱۸مې نېټې د جي شل په ۱۹مې سرمشریزې کې ګډون او وينا کړې او له نړیوال پرمختګ څخه یې د ملاتړ اته ماده ييز پلان اعلان کړی دی.

نوموړي د دغه پلان مشخص محتویات داسې څرګند کړي دي:

۱- چین د کمربند او لارې ګډه جوړونه ښه پرمخ بیايي.

۲- چین د ګردې نړۍ د پرمختګ وړاندیز جدي تطبیق کوي او د بېوزلۍ کمولو، د غلو دانو د امنیت ساتنې او ډیجټلي اقتصاد په شمول ځینو برخو کې به له پرمختیايي هېوادونو څخه ملاتړ ته دوام ورکړي.

۳- چین د افریقا د ابادۍ دوامدار ملاتړ کوي.

۴- چین د بېوزلۍ له منځه وړلو او د غلو دانو د خونديتوب د نړیوالو همکاريو ملاتړ کوي.

۵- چین برازیل، جنوبي افریقا او افریقا لیګ ته د علمي ټکنالوژۍ د نړیوالو پرانيستو ګډو همکاريو وړاندیز کړی دی.

۶- چین د سراسري جنوب هېوادونو سره د مرستې په پار د جي شل له اغېزمنو همکاریو څخه ملاتړ کوي.

۷- چین د فساد ضد د مبارزې لپاره د جي شل عملي پلان تطبیق کوي.

۸-چین به د ورخلاصون د لوړې کچې سیسټم نور هم بشپړ کړي.