د چين دولت رئيس شي جين پينګ پر ځايي وخت د نومبر د اتلسمې نېټې په مازدېګر د برازيل په ريو جانيرو کې د جي شل د سرمشريزې په څنډې کې د مکسيکو له ولسمشرې کلاوديا شينباوم سره لیدلي او د دواړو هېوادونو پر اړيکو غږيدلي دي.
شي جين پينګ په دغې لېدنې کې شينباوم ته مبارکي ويلې، چې هغه د مکسيکو په تاريخ کې لومړۍ ولسمشره ګرځېدلې ده.
نوموړي ويلي، چين او مکسيکو د ډېرو نړيوالو چارو په اړه ورته نظريې لري او دواړو د پراخې خېر ښېګڼې او ټولشموليت په بڼه د اقتصاد نړيوال کېدل غوښتي دي.
شي جين پينګ هیله ښودلې، چې چين او مکسيکو څواړخيزم او نړيوال عدالت او انصاف وساتي او د نړيوال اقتصادي پرمختګ لپاره مثبت قوت برابر کړي.