د جي شل یا لویو صنعتي هېوادونو ۱۹مه سرمشريزه د نومبر په ۱۸مې نېټې د برازيل په ریو جانیرو کې ))د عادلانه نړۍ او تلپاتې کرې جوړول(( په عنوان پرانيستل شوې، چې د همدې مياشتې تر ۱۹مې به دوام ولري.
جي شل د اقتصاد د نړیوالو همکاریو یو عمده فورم دی، چې د نړۍ عمده پرمختللي اقتصادونه او مخ پر ودې اقتصادونه پکې برخه لري او د اقتصاد عمومي اندازه يې د نړۍ ۸۵ سلنه جوړوي او نفوس يې د نړۍ دوه پر درېيمه برخه نيسي.
په نړۍ کې ۱۶ کاله مخکې ډېر سخت مالي کړکېچ راغلی و او همغه مهال د جي شل سرمشريزه ترسره او نړيوالې همکارۍ يې پياوړې کړې او د نړیوال اقتصاد د لا سختېدو مخه یې ونيوله.
اوسمهال د نړۍ د اقتصاد خوځنده ځواک کم دی، د خوراک او انرژۍ بحرانونه پکې روان دي، د يواړخيزم او پروټېکشنيزم څپې پکې پورته شوي او پرمختګ يې له ننګونو سره مخ دی او په ورته وخت کې بیا د سراسري جنوب هېوادونو نوی پرمختګ موندلی دی، خو غږونه او غوښتنې يې په اوسني نړیوال اداري سيسټم کې پوره نه اورېدل کېږي.
نړیواله ټولنه هیله ښيي، چې د جي شل غړي خپل مسئوليتونه پر غاړه واخلي او نړيوال پرمختګ او ادارې پياوړې کړي.
پرمختګ د هر هېواد لپاره ډېر اړين دی او چين د جي شل په همکاريو کې د پرمختګ مسئلې ته پاملرنه کوي.
چين په ډېرو هڅو ۲۰۱۶م کال کې د جي شل هانګجو سرمشريزې د پرمختګ مسئلې ته لومړيتوب ورکړی او د دې تر څنګ، په ۲۰۲۲م کال کې يې د جي شل بالي ټاپو سرمشريزې ته هم وړانديز کړی و، چې د لا ټولشمول او عامه ګټه لرونکي نړیوال پرمختګ لپاره دې ګډې هڅې وکړي. چيني لوري نړۍ ته د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ او د نړیوال پرمختګ وړانديزونه کړي او هم يې په خپله ورته د عمل جامه اچولې ده.
د جي شل د سږنۍ سرمشريزې کوربه برازيل د لوږې او بېوزلۍ د له منځه وړلو کاري ګروپ جوړ کړی او چين په دغه کاري ګروپ کې څو څو ځلې د بېوزلۍ د له منځه وړلو په اړه خپلې پاليسۍ او تخنيکي نوښتونه شریک کړي دي.
چين تل ابتکاري پرمختګ او په تېره بيا ډيجيټلي اقتصاد او زرغون پرمختګ ته پاملرنه کړې ده. د ساري په توګه، چين هيله ښودلې، د جي شل په سږنيو همکاريو کې د ډيجيټلي اقتصاد پټ قوت راپورته او غړي يې په دوامدار ډول باکيفيته ډيجيټلي تګ راتګ زيات کړي او يو پرانيستی، ټولشموله او له تبعيض پرته ډيجيټلي اقتصادي چاپېريال جوړ کړي او د دې ترڅنګ، دغه هېواد غواړي، چې د زرغون او کم کاربن کاروونکي پرمختګ، د چاپېريال ساتنې، د انرژۍ د سمون او د اقليمي بدلون ضد په برخو کې نړیوالې همکارۍ پياوړې کړي. د جي شل د سږنۍ سرمشريزې يوه مهمه اجنډا هم کټ مټ د زرغون او کم کاربن کاروونکي نړيوال پرمختګ په اړه مباحثه ده او نړيواله ټولنه هيله لري، چې چين به د نړۍ د تلپاتې پرمختګ لپاره زیات خوځنده ځواک برابر کړي.
نړيوالې ادارې ته په کتو، چين د جي شل په چوکاټ کې تل پر دې ټينګار کړی، چې رښتني څواړخيزم پلی او د ګډو سلامشورو، ګډې ابادۍ او ګډو ګټو پر بنسټ نړیواله اداره ترسره شي.
چين په ۲۰۱۶م کال کې د جي شل هانګجو سرمشريزې ته خپل نظر څرګند کړی، چې نړيواله ټولنه باید د مساوات پر بنسټ، د ورخلاصون په لوري، د همکاريو په خوځنده ځواک او د ګډو ګټو په موخه نړیواله اداره ترسره کړي. چين نړیواله اقتصادي اداره په لا عادلانه او معقول لوري بيايي او د سراسري جنوب غږونه پورته کوي او لومړی هېواد دی، چې په جي شل کې یې د افريقايي اتحاد له ګډون څخه ملاتړ کړی؛ د نړيوال مالي چوکاټ اصلاحاتو ته يې فعاله وده ورکړې، د مخ پر ودې اقتصادونو او پرمختيايي هېوادونو استازيتوب او د بیان حقونه يې پياوړي کړي؛ له ازادې سوداګرۍ څخه يېکلک ملاتړ او له پروټېکشنيزم سره يې مخالفت څرګند کړی دی. چين پر دې اند دی، چې جي شل باید د متقابل درناوي، عادلانه همکاريو او ګډو ګټو د اصولو له مخې د سراسري جنوب له پرمختګ څخه ملاتړ وکړي، څو یو عادلانه نړۍ جوړه شي.
د جي شل د سږنۍ سرمشريزې عنوان د چين د پرمختګ له نظرونو او پاليسيو سره سمون لري او دغه هېواد به د دې سرمشريزې په څنډې کې له بېلا بېلو خواوو سره پر ګډ پرمختګ خبرې وکړي او د نړۍ د څواړخيزم او د اقتصاد د نړيوال کېدو پر غوښتنو به ټينګار ولري او د بېلا بېلو هېوادونو د ګډ پرمختګ او نړیوالې ادارې لپاره به ځيرکتيا او ځواک برابر کړي.