شي جين پينګ د جرمني له صدراعظم سره ولېدل
CMG2024/11/19 22:36:30
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ پر ځايي وخت د نومبر په ۱۹مې نېټې د برازيل په ريو جانيرو کې د جي شل د سرمشريزې غونډې په ترڅ کې د جرمني له صدراعظم اولاف شولز سره لېدلي او د دواړو هېوادونو پر اړيکو غږيدلي دي.

شي جين پينګ ويلي، ښاغلي اولاف شولز سره یې په تېر اپرېل کې، چې همغه مهال له چين څخه په رسمي لیدنې بوخت و، ژورې او ګټورې تبادلې کړي او په خبره یې، دواړه هېوادونو په تېرو شپږو مياشتو کې د زرغون پرمختګ، دوامدار پرمختګ او له افريقا سره د کرنيزو چارو په برخه کې پراخې همکارۍ کړي او ښې لاسته راوړنې لري.

نوموړي ويلي، چين له جرمني سره په همکاريو کې د يو بل اصلي ګټو او عمده اندېښنو ته په درناوي ټينګار لري.

اروپا په دې وروستيو کې د چين پر برېښنايي موټرو تعرفي لوړې کړي او د نړی پاملرنه یې راجلب کړې دي.

رئیس شي ويلي، چين د خبرو اترو او سلامشورو له لارې د اختلافاتو پر هواري ټينګار لري او هيله یې ښودلې، چې جرمني به په دې برخه کې مهم رول ولوبوي.

اولاف شولز ويلي، جرمني غواړي له چين سره د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريو اړيکې ټينګې کړي او تمه یې ښودلې، چې اروپا او چين به د ډيالوګ او خبرو اترو له لارې د برېښنايي موټرو په اړه مسئلې حل کړي او جرمني به په دغې برخې کې فعال رول ولوبوي.