په فرانسې کې د چين د تانګ امپراتورۍ نندارتون پرانيستل شو
CMG2024/11/19 15:43:40
شريکول:

د چين د تانګ امپراتورۍ نندارتون د نومبر په اتلسمې نېټې د فرانسې په ګيويمټ موزيم کې ((د چين تانګ امپراتورۍ دوره؛ له اوومې تر لسمې ميلادي پېړۍ د پلوراليزم او پرانيستې دوره )) په سرليک پرانيستل شوی دی.

د چين دولت رئيس شي جين پينګ او د فرانسې ولسمشر ايمانويل ماکرون په جلا جلا توګه دغه نندارتون ته سريزې ليکلې دي.

شي جين پينګ د تانګ امپراتورۍ دوره د چين په تاريخ کې د اقتصاد، هنر، فکري ټولشموليت او د ملتونو پيوستون يوه سمسوره دوره بللې او ويلي يې دي، چې د تانګ دورې کلتور پر اسيا اغېزې کړي او اغېزې يې د ورېښمو لارې په وسيله اروپا ته خپرې شوې دي.

نوموړي هيله ښودلې، چې فرانسوي او اروپايي نندرچيان له دغه نندارتون څخه د چين د تانګ امپراتورۍ دورې ځلانده او پرانيستې منظر او د چيني تمدن ځانګړی جذابيت احساس کړي.

دواړه مشران په تېرې مې مياشت کې له فرانسې څخه د رئيس شي د ليدنې په ترڅ کې په نوموړي فورم کې د چين د تانګ امپراتورۍ د تاريخي اثارو د نندارتون د جوړولو هوکړې ته رسېدلي وو.

د چين د لسو ولايتونو او ښارونو د ۳۲ موزيمونو او کلتوري ادارو څه باندې ۲۰۰ تاريخي اثار په دغه نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوي دي.