د چين او سعودي عربستان د انرژۍ مهمه پروژه پيل شوه
CMG2024/11/19 11:19:21
شريکول:

سينوپيک (SINOPEC) يا د چين د نفتو او کيمياوي انجنيرين ګروپ د نومبر په اتلسمې نېټې د فو جيان د ګو لې د نفتو د تصفيې او كيمياوي پروسېس د پروژې د دوهم پړاو د پيل خبر ورکړی دی.

 دغه پروژه د چين او سعودي عربستان د انرژۍ مهمه پروژه او هم په دغې برخې کې د چين د فو جيان ولايت او سينوپيک ګروپ د پانګونې لومړۍ لويه پروژه ده. خبر وايي، د غه پروژه به هر کال له لسو ميليونو ټنو زيات نفتي او کيمياوي مشتقات برابر کړي.

د دغې پروژې د پانګونې عمومي اندازه ۷۱ ميليارډه او ۱۰۰ ميليونو يوانو ته رسېدلې، د نفتو د تصفيې او کيمياوي پروسېس څه باندې ۳۰  لوی تجهيزيات به يې جوړ شي او هر کال به د ۱۶ ميليونو ټنو په اندازې اومه نفت پروسېس کړای شي.