په ريو جانيرو کې د سراسري جنوب د غړو هېوادونو د ځوانانو د مخامخ تبادلو رسنيز فعاليت پيل شو
CMG2024/11/19 10:22:59
شريکول:

د سراسري جنوب د غړو هېوادونو د ځوانانو د مخامخ تبادلو رسنيز فعاليت، چې د چين ميډيا ګروپ، د جي شل د ځوانانو سرمشريزې او د برازيل د ولسمشرۍ ماڼۍ د دارالانشا په همکارۍ جوړ شوی، د نومبر په اتلسمې نېټې د برازيل په ريو جانيرو کې شروع شو او د پيل مراسمو کې يې (( د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره د سراسري جنوب د خبري رسنيو ګډ وړانديز)) خپور شوی دی.

د مالوماتو له مخې، د ۷۴ هېوادونو ۲۱۵ خبري رسنيو د نوموړي وړانديز ملاتړ کړی دی.

د سريلانکا د صدراعظمې په شمول د زياتو هېوادونو مشرانو او د نړيوالو سازمانونو مسوولينو دغه فعاليت ته د مبارکۍ پيغامونه او ويډيويي ويناوې لېږلي دي.

په دغه فعاليت کې د برازيل، ارجنټاين او مکسيکو په شمول د زياتو هېوادونو د سياست، رسنيو، هنر، سپورټ، پوهنې او سوداګرۍ نژدې ۲۰۰ استازو ګډون کړی دی.

د چين ميډيا ګروپ مشر شن های شيونګ د ياد فعاليت د پيل مراسمو ته ويلي، چې دغه ګروپ او ملګرو يې د خپرونو، هنري نوښت، ټولنيزو څېړنو او سپورټي تبادلو په برخو کې د سراسري جنوب د ځوانانو د همکاريو او تګ راتګ د ډګر جوړولو لپاره نوموړی فعاليت پيل کړی دی.