په دوحه کې د حماس سیاسي دفتر وتړل شو
CMG2024/11/20 10:18:10
شريکول:

د قطر د بهرنيو چارو وزارت وياند ماجد الانصاري د نومبر په ۱۹مې نېټې رسنیو ته ویلي، د حماس هغه غړي چې پخوا د قطر په پلازمېنې دوحه کې اوسېدل، له دغه هېواده وتلې دي.

الانصاري ویلي، د قطر په دوحه کې د حماس سیاسي دفتر بند شوی، خو دا یې د تل لپاره د تړل کېدو په مانا نه دی بللی او په خبره یې، که د غزې د اوربند ښکیل اړخونه یوې موافقې ته لېواله وي، نو په دوحه کې به د حماس سیاسي دفتر بیا پرانيستل شي.