همکاري د ګډ پرمختګ او د عادلانه نړۍ د رامنځته کولو يوازينۍ لاره ده
CMG2024/11/20 14:45:30
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۱۹مه نېټه د جي ۲۰ په سرمشريزه کې وويل چې د جي۲۰ مشران بايد نړۍ ته د ګډ برخليک لرونکي ټولنې په نظر وګوري، تاريخي مسووليتونه ادا کړي، تاريخي ابتکارونه وکړي او تاريخ پر مخ بوځي.

په ۲۰۱۶ کال کې د چین د هانګجو ښار په جي۲۰ سرمشريزه کې چین پر لومړي ځل د جي۲۰ د کوچنيو اقتصادونو پاليسۍ په مرکز کې راوسته، او د ريو جانیرو له سرمشريزې تمه کيږي چې د فقر او لوږې پر خلاف نړيوال اتحاد رامنځته کړي. لکه څرنګه چې رئيس شي هم يادونه وکړه، له هانګجو تر ريو جانیرو، د جي شل مشران د يوې او مشابه موخې د ترلاسه کولو لپاره کار کوي، دا چې د ګډ انکشاف نړۍ رامنځته کړي.

د تاريخ په لړ کې، هر نسل هڅه کړې چې خپلو ستونزو ته د هواري لارې ومومي. ويل کيږي چې بشريت اوس له نويو ستونزو لکه د اقليمي بدلون له اغېزو، د طبيعي سرچينو له محدوديت، د لوږې له پراختيا سره چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې تر ۷۰۰ ميليونو ډير وګړي ورسره لاس او ګريوان دي، د افرادو او هېوادونو تر منځ د عوايدو له نابرابرۍ، د سياسي دلايلو له کبله له کډوالۍ، اقتصادي او چاپېريالي ستونزو، نړيوالو جرمونو، د خودخواهۍ او ملاتړپالنې له ډيرېدو او په نړيوال سويل کې د پرمختللو زيربناوو د رامنځته کولو لپاره د تقاضا له لوړېدو سره مخ دی.

د يادونې وړ ده چې هېڅ يو هېواد نننۍ لویې ستونزې په يوازې ځان نه شي هوارولی. جدي اقليمي وضعيتونه لکه سيلابونه، وچکالۍ، اورلګېدنې، سختې ګرمۍ او نور فقير او بډای ټول هېوادونه ګواښي او د هېچا پروا نه کوي. په دغسې وضعيت کې د دې حقيقت منل اړين دي چې د دومره پراخو او لويو ستونزو هواری ساده او اسانه نه دی او نه شي کېدای چې په خودخواهۍ او د نورو جوانبو د ګټو د قرباني کولو په بيه ورته د حل لارې وموندل شي. د يادو ستونزو د هواري لپاره نړيوالې همکارۍ او همغږۍ ته اړتيا ده.

په تېرو څو کلونو کې، د جی ۲۰ بحثونه يوازې تر اقتصادي او مالي مسايلو پورې محدود وو، خو اوس پکې د پايدار انکشاف او د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰م کال اجنډا، اقليمي بدلون، د مېرمنو او کارګرو حقونو، انټرنيټ او ټکنالوژۍ، ښارونو، روغتيا، مالياتو او بندرونو ته پام ور اوښتی دی.

په جي ۲۰ کې د برازيل د دوراني رياست د مودې يو لومړيتوب له لوږې او بېوزلۍ سره مبارزه ده. په دې برخه کې، چين او برازيل داسې تجربې لري چې له نورو مخ پر ودې هېوادونو سره شريکیدای شي. چين د چيني ټولنې له خصوصياتو سره د برابرو پاليسو د پلي کولو له لارې  خورا سخته بېوزلي له منځه يووړه.

برازيل بيا د دولتي مرستو د ترلاسه کولو لپاره د زده کړو کول او د ښې روغتيا ساتل د شرط په توګه وټاکل او په دې توګه یې په هغه هېواد کې بېوزلي له منځه يووړه. دغه تجربې د فقر او بېوزلۍ پر ضد د نړيوال اتحاد د رامنځته کولو لپاره اړينې او ګټورې دي.

پر دې ټولو سربېره، د جي۲۰ په څېر مهمه غونډه کې اجماع ته تر رسېدو دا مهمه ده چې د هغو اجنډاوو د پليتابه لپاره پاخه اقدامات وشي چې د سرمشريزې ګډونوال پرې هوکړه کوي. رئيس شي د دوشنبې ورځې په وينا کې د نړيوال انکشاف د ملاتړ لپاره اته عمليات وړاندې کړل. هغه وويل چې د زرګونو مايلونو سفر په يوه ګام پيليږي او چين چمتو دی چې له ټولو لوریو سره په ګډه د ګډ انکشاف لرونکې نړۍ د رامنځته کولو په لار کې ګام واخلي. د چين له لوري وړاندې شوي د نړيوالې پراختيا ابتکار، د نړيوال امنيت ابتکار، نړيوال تمدني ابتکار او د کمربند او لارې نوښت اوس پر نړيوالې مشترکې پانګې بدليږي چې پر شته ستونزو او ناخوالو د برلاستيا مسير برابروي.

ياد ابتکارونه د خودخواهۍ او يو اړخيزم ضد او پر فقر او بېوزلۍ د برلاسي کېدو لپاره اړين دي. هېڅ هېواد نه شي کولی چې د بل د امنيت په بيه د خپل امنيت ټينګښت تضمين کړي. د تمدنونو تر منځ د سولې ټينګښت مختلفو کلتورونو ته درناوي ته اړتيا لري او د زيربناوو رامنځته کول د پرمختګ د يقيني کېدو او نابرابريو د رفع کېدو ضمانت کوي.

چين او برازيل له ۱۹۴۷م کال يا هغه مهال راهيسې په ګڼو نړيوالو مسايلو کې شريکان پاتې شوي چې د دواړو لورو تر منځ ډيپلوماټيکې اړيکې پيل شوې دي. دواړو لورو په ګډه د سولې، عدالت او څواړخيز نړيوال نظم د دفاع لپاره غږونه پورته کړي دي. دواړه لوري د نړيوال سويل د هېوادونو تر منځ د اقتصادي او سياسي نږدې کېدو په برخه کې هم سره ملګري دي.

د چين او برازيل مشران د پايدارې پراختيا لپاره نړيوالو همکاريو ته ارزښت ورکوي. دواړه لوري پر دې پوهيږي چې د بشريت تر ټولو سترې ننګونې په ګډه سره له مخې لرې کېدای شي. ستونزې به تل پېښېږي، خو د شته ستونزو د هواري لپاره له خودخواهۍ تېرېدلو او د همکاريو پيل ته اړتيا ده.