د ملګرو ملتونو پخواني مرستيال سرمنشي ايريک سولهيم په دې وروستيو کې د اذربايجان په پلازمېنې باکو کې د کوپ ۲۹ يا د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون چوکاټي تړون د لاسکوونکو د ۲۹مې غونډې په څنډه کې رسنيو ته ويلي، چې چين د نړۍ په زرغونو چارو کې مهم رول لوبوي او زرغون توليدي ظرفيت يې د نړۍ پاکي او چاپېريال ساتنه پياوړې کولی شي.
سولهيم ويلي، د چين د زرغون پرمختګ پانګونه د زياتو هېوادونو د کورنيو توليداتو د عمومي ارزښت له لسګونو ځلو سره برابره ده او په تېره بيا د لمريزې انرژۍ، بادي انرژۍ، د اوبو په وسيله د برېښنا توليد، سټوريج بېټرۍ (Storage Battery) او برقي موټرو په برخو کې توليدي ظرفيت يې د نړۍ د عمومي توليدي اندازې ۶۰٪ او حتی لا زياته برخه جوړوي.
نوموړي زياته کړې، چين د کمربند او لارې وړانديز کې د زرغون پرمختګ د مفکورې پر اساس د نړيوال اقليمي بدلون مسئلې د هواري پلان هم برابر کړی دی.