د چين دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په شلمې نېټې د نړۍ د انټرنېت وو جن سرمشريزې ته د مبارکۍ ويډيويي پيغام ليږلی دی.
رئيس شي په پيغام کې د نوي پړاو تخنيکي انقلاب او صنعتي اصلاحات د چټک پرمختګ په حال کې یاد کړي او د مصنوعي ځېرکتيا په شمول نوې ټېکنالوژۍ يې مخ پر ودې بللې ده.
نوموړي ويلي، د نوي پړاو د تخنيکي انقلاب او صنعتي اصلاحاتو او نويو ټېکنالوژو له امله د نړۍ د پېژندلو او بدلولو په برخه کې د انسانانو توان ډېر لوړ شوی، خو په ورته وخت کې يو لړ نه اټکل کېدوونکې ننګونې هم رامنځته شوې دي.
شي جين پينګ ويلي، چين به له نورو هېوادونو سره د معلوماتي انقلاب په جريان کې ابتکاري ګامونه پورته کړي، د انټرنېټي فضا د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره به هڅې وکړي او انټرنېټ کاروونکو او نړۍ ته به ډېرې ګټې ورسوي.