چين: د اوکراين د کړکېچ حل او اوربند په امريکې پسې تړاو لري
CMG2024/11/20 15:29:53
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين مرستيال دايمي استازي ګنګ شوانګ د نومبر په اتلسمې نېټې د اوکراين په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په لوړ لوړې ناستې کې ويلي، چې د اوکراين کړکېچ د هواري او اوربند لپاره د نړيوالې ټولنې د هڅو شرايط د زياتېدو په حال کې دي او په خبره یې، دغه چاره، چې د اوکراين د کړکېچ سياسي حل او اوربند ته لاره برابرېدای شي او که نه، په واشنګټن پسې تړاو لري.

ګنګ شوانګ د اوکراين د کړکېچ له ښکېلو خواوو څخه غوښتي، چې ژر د سولې خبرې پيل کړي او له نړيوالې ټولنې څخه يې غوښتي، چې د دغه کار ملاتړ وکړي او اړين شرايط ورته برابر کړي.

نوموړي په دغې ناستې کې د امريکايي استازي د وينا په غبرګون کې ويلي، چې واشنګټن يو ځل بيا پر بېجينګ بې ځايه تورونه لګولي او له دغې ناوړې کړنې سره یې ټينګ مخالفت ښودلی دی.

ګنګ شوانګ زياته کړې، د اوکراين کړکېچ لا هم دوام لري او هواری یې نېغ په امريکې پسې تړلی دی او په خبره یې، د امريکې رويه او کړنه به د اوکراين پر کړکېچ ډېره اغېزه وکړي.