د برازيل د ريو جانيرو ښاروال د چين ميډيا ګروپ له مشر سره وليدل
CMG2024/11/20 14:15:18
شريکول:

د برازيل د ريو جانيرو ښاروال اېډوارډو پايس پر ځايي وخت د نومبر په نولسمې نېټې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د نشراتي څانګې له مرستيال او د چين ميډيا ګروپ له مشر شن های شيونګ سره ليدلي دي.

دواړو خواوو د چين او برازيل ترمنځ د متقابلو ګټورو همکاريو د ژورتيا او د خپلمنځي دوستۍ د پياوړتيا په پار ژورې تبادلې کړې دي.

شن های شونګ له نوموړي سره په خبرو کې ويلي، چين ميډيا ګروپ په وروستيو کلونو کې د برازيل له لویو رسنيو او فلمي ادارو سره د راپور جوړولو، فلمي توليد او نويو ټکنالوژيو د کارولو په برخو کې زياتې همکارۍ کړي او ښې لاسته راوړنې ترې لري.

نوموړي ويلي، چين ميډيا ګروپ به د دوه اړخيزو اړيکو په اړه د رئيس شي جين پينګ او ولسمشر لولا د ستراتيژيکې لارښوونې په رڼا کې او د جي شل د ۱۹مې سرمشريزې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو د پنځوسمې کليزې په درشل کې د ريو جانيرو له ښاريانو سره کولتوري تګ راتګ ژور کړي او د دواړو هېوادونو د دوستۍ د لا ژورتيا لپاره به کوښښونه وکړي.  

اېډوارډو پايس د برازيل او چين ترمنځ د دوستۍ د پياوړتيا په برخه کې د چين ميډيا ګروپ د هڅو ستاينه او مننه کړې ده.