د چين دولت رئيس شي جين پينګ د جي شل په ۱۹مې سرمشريزې کې له ګډون او برازيل څخه تر رسمي ليدنې وروسته د نومبر د ۲۱مې نېټې په سهار په ځانګړې الوتکې کې بېرته خپل هېواد ته ستون شو.
د برازیل د کرنې او د کانونو او انرژۍ وزیرانو په ګډون د دغه هېواد لوړ پوړي چارواکي هوايي ډګر ته له رئیس شي جين پينګ سره د خدای په امانۍ په پار تللي وو.