د يوې سروې برازيلي ګډونوالو د چين او برازیل پر اړيکو خوښي ښودلي
CMG2024/11/21 11:26:24
شريکول:

 سي جي ټي اېن او د برازيل د اقتصادي او ټولنې قانون څېړنيز مرکز دغه هېواد ته د چين د دولت رئیس شي جين پینګ د رسمي سفر په درشل کې پر انټرنېټ يوه ګډه سروې خپره کړې ده.

د سروې ۱۱۰۶ برازيلي ګډونوالو باور ښودلی، چې د چين او برازيل ترمنځ اړيکو تر دوو اړخيزو ګټو زياتې ګټې رسولي او په څواړخيزو پلاټفورمونو کې يې خپلمنځي همغږۍ او همکارۍ د پرمختيايي هېوادونو د ګټو په ساتلو کې ډېره مرسته کړې او د لاعادلانه او معقول نړيوال نظام جوړولو ته يې پياوړی خوځنده ځواک ورکړی دی.

سږکال د چين او برازیل ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له ۵۰ مې کلیزې سره برابر دی.

 د سروې ٪ ۹۱.۶ ګډونوالو چين یو بريالی هېواد او ٪ ۸۴.۵ ګډونوالو یې چين بیا د درناوي وړ هېواد بللی او ٪ ۸۱.۲ ګډونوالو يې بیا چين يو جذاب او ٪ ۷۶.۲ ګډونوالو یې بیا یو مسئولانه هېواد یاد کړی دی.

 د سروې ٪ ۹۷.۶ ګډونوالو د چين اقتصادي ځواک پياوړی بللی، ٪ ۹۶.۹ ګډونوالو یې بیا د دغه هېواد اقتصادي پرمختګ ډېر ګړندی یاد کړی او ٪ ۸۹.۸ ګډونوالو یې بیا باور ښودلی، چې د چين اقتصاد به اوږدمهاله او مثبته وده وساتي.

د سروې ٪ ۹۵.۶ ګډونوالو د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا لپاره د چين خدمتونه ستايلي، ٪ ۹۸.۲ ګډونوالو یې د دغه هېواد علمي او ټېکنالوژيکي ځواک پیاوړی ګڼلی او ٪ ۹۲.۹ ګډونوالو یې بیا د چين د ساينس او ټېکنالوژۍ د نوښت سويه لوړه او وړتيا يې بې سارې بللې ده.