د جي شل ۱۹مه دوه ورځنۍ سرمشريزه د نومبر په ۱۹مې نېټې د برازيل په ریو جانیرو کې پای ته ورسېده، چې منځپانګه یې د لوږې او بېوزلۍ په ختمولو ورټوله وه او په دې برخه کې يې نړيوال اتحاد هم جوړ کړی دی.
د چين دولت رئیس شي جين پينګ په يادې سرمشریزې کې ګډون او وینا کړې او له نړۍ سره یې د بېوزلۍ د له منځه وړلو په برخو کې د چين تجربې شریکې کړې دي.
نوموړي ويلي، د چين د بېوزلۍ د له منځه وړلو تجربې د دې ښکارندويي کوي، چې پرمختيايي هېوادونه هم په ټينګ هوډ د بېوزلۍ مسئلې هوارولی شي.
د چين حکومت په کوردننه ۸۰۰ ميليونه بېوزله خلک له بېوزلۍ څخه ژغورلي، چې په دې سره یې د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰م کال د داومدار پرمختګ د اجنډا موخه لس کاله وړاندې پوره کړې ده. تاريخ ته په کتو، د نړۍ کوم بل هېواد د چين په څېر په دومره لنډ وخت کې سلګونه ميلیونه خلک له بېوزلۍ څخه نه دي ژغورلي، نو په دې برخه کې د چين تجربې د نورو هېوادونو لپاره د زده کړې وړ دي.
برازيلي خبریال پاتريک د دغه هېواد د فولها دي ساوپاولو ورځپاڼې کې يوه مقاله خپره کړې او پکې يې ويلي، تاریخ او اقتصاد ته په کتو، برازيل له چين سره ډېر ورته والی لري او په تېره بيا د کليوالو سیمو په برخه کې ډېر ګډ ټکي لري. برازيل کولی شي، چې د چين د بېوزلۍ د له منځه وړلو تجربو څخه کار واخلي.
د ایران اقتصادي کارپوه حميد جهاني په يوې ليکنې کې ويلي، چې د چين د کليوالو سیمو د بيا سمسورتيا پلان ډېر زيات بریاليتوبونه ترلاسه کړي او دغه هېواد د لړيزو تدبیرونو له لارې په کليوالو سيمو کې اساسي تأسيسات جوړ کړي، ډېرو خلکو ته یې کاري فرصتونه برابر کړي او د ټولو خلکو د ګډو شتمنېدو موخې د پوره کولو لپاره يې ډېرې هڅې کړې دي.
نوموړي د چين ياد تدبیرونه د سيمه ييز متوازن پرمختګ او ټولنيز ثبات لپاره ګټور بللي او په خبره یې، ایران هم کولی شي، چې د چين دغه تجربې وکاروي.
د چین د بېوزلۍ د له منځه وړلو تجربې کومې دي؟
د چين دولت رئيس شي جين پينګ اړوندو ادارو ته لارښوونه کړې، چې د هر کلي، هرې کورنۍ او هر کس د ځانګړتياوو له مخې دقيق پلانونه جوړ کړي، بېوزلو سيمو ته دې مستعد کسان، پانګې او تخنيکونه برابر کړي، ځايي ځانګړو صنايعو ته دې وده ورکړي، د خلکو د ګډ شتمنېدو موخې د پوره کولو له لارې بېوزلي له منځه يوسي او پرمختللې سيمې دې له وروسته پاتې سیمو سره مرسته وکړي.
د چین برياليتوبونه له هوا څخه نه، بلکې د دغه هېواد د مشر په لارښوونې د چيني حکومت او چينايانو د ګډو هڅو په نتيجه کې ترلاسه شوي دي.
د چين دولت رئيس شي جين پينګ د کلي، ولسوالۍ، ښار، ولايت او مرکز په کچه دندې ترسره کړي او په تېرو ۴۰ کلونو کې يې د هرې دندې پرمهال بېوزلو خلکو ته پاملرنه کړې او تل يې د بېوزلۍ د له منځه وړلو دندې پرغاړه اخيستې دي.
شي جين پينګ نړیوالو چارو ته هم ډېره پاملرنه کوي. د نړیوالو چېلنجونو پر وړاندې يې د کمربند او لارې او د نړیوال پرمختګ وړانديزونه کړي، په دوامدار ډول یې د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنې د ابادۍ چارې بشپړې او پياوړې کړي او يادو وړانديزونو ته يې د عمل جامه اچولې ده.
نوموړي د جي شل په سږنۍ سرمشريزې کې له نړیوال پرمختګ څخه د ملاتړ په پار د چين اته ماده ييز پلان اعلان کړی، چې پکې د کمربند او لارې باکيفيته ګډه ابادي، د نړیوال پرمختګ وړانديز پلي کېدل، د افريقا له پرمختګ څخه ملاتړ او د لږ پرمختللو هېوادونو لپاره د یو اړخيز ورخلاصون پراخول هم شامل دي. نوموړی د ياد پلان تر شا عملې تګلارې او د سلګونو ميلياډو يوانو مالي ملاتړ لري او دا د دې ښکارندويي کوي، چې چين د پرمختيايي هېوادونو د اعتماد وړ همکار او د نړیوال پرمختګ ملاتړی دی.