امريکا په غزې کې د اوربند د پرېکړه ليک مسوده رد کړه
CGTN2024/11/21 11:10:58
شريکول:

امريکا د نومبر په شلمې نېټې د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې د غزې د اوربند د پرېکړه ليک د مسودې په رايګيرۍ کې بيا مخالفه رایه کارولې ده.

امنيت شورا په همدې ورځ د لسو غير دايمي غړو هېوادونو له خوا د وړاندې شوې مسودې په پار رايګيري ترسره کړې او د غزې د شخړې له ښکېلو خواوو یې له شرط پرته د بېړني اوربند او د ټولو بنديانو د خوشي کولو غوښتنه کړې ده.

يادې مسودې ته د امنيت شورا د لسو غير دايمي غړو هېوادونو په ګډون څوارلسو هېوادونو  موافقې رایې ورکړي، خو امريکا ورته مخالفه رايه کارولې او یاده مسوده یې رد کړې ده.