د چين چاپيريال ساتنې وزارت د نړۍ له ښارونو څخه د اقليمي بدلون د همکاريو د پياوړتيا غوښتنه وکړه
CGTN2024/11/21 11:09:47
شريکول:

د چين چاپيريال ساتنې وزارت د نومبر په ۱۹مې نېټې د اذربايجان په پلازمېنې باکو کې د اقليمي غونډې په درشل کې پر نړيوالو ښارونو غږ کړی، چې د اقليم د وختي وړاندوينو او له اقليمي بدلون سره د مقابلې په برخې کې نړيوالې همکارۍ پياوړې کړي او د اقليمي بدلونونو د ننګونو پر وړاندې دې ګډه مبارزه وکړي.

په همدې ورځ د کوپ ۲۹ يا د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون د چوکاټي تړون د بنسټګرو د ۲۹مې غونډې چيني پلاوي د اقلیمي ننګونو د مخنيوي او د ټيټ کاربون لرونکو ښارونو پر سرليک کوچنۍ غونډه ترسره کړې او چينايي او بهرنيو حکومتي چارواکو او کارپوهانو پکې د اقليمي بدلونونو د منفي اغېزو او ننګونو د مخنيوي او په بېلا بېلو هېوادونو کې د ټيټ کاربون لرونکو ښارونو د ابادۍ په هکله بحثونه کړي دي.

په دې غونډې کې د چينايي پلاوي مشر او د چاپيريال ساتنې مرستیال وزير جاو اينګ مين د اقليمي بدلون پر وړاندې د چين د حکومتي تګلارو او اقداماتو په اړه معلومات وړاندې کړي دي.