د اقليمي بدلون په لړ کې د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د اقليمي بدلون کنوانسيون د غړو ۲۹م کنفرانس يا COP29 د اذربايجان په باکو کې روان دی. په داسې حال کې چې د متحدو ايالتونو وروستيو ټاکنو د اقليمي بدلون مخنيوي ته ژمنتيا له لا ډيرې بې باورۍ سره مخ کړې، ساينس روښانه دی: دا چې د اقليمي بحران مخنيوی عاجلو او جمعي اقداماتو ته اړتيا لري.
ښارونه د اقليمي عملياتو زړونه دي. ۴.۵ ميليارده انسانان پکې مېشت دي او د نړۍ د ټول کاربن ډای اکسايډ ۷۵ سلنه برخه ترې خپريږي. ښارونه هم د اقليمي بدلونونو له کبله له ګواښ سره مخ دي او هم له اقليمي بدلونونو سره د مبارزې په برخه کې اساسي رول لري.
په چين کې د دايمي ښار مېشتو نسبت ۶۵ سلنه دی او اټکل کيږي چې تر ۲۰۳۰م کال پورې به د دغه هېواد د ټولو وګړو ۷۰ سلنه په ښارونو کې مېشت شي. له همدې کبله دا اړينه ده چې اقليمي ستراتيژۍ له ښاري کېدو سره همغږې شي.
د سرچينو د نړيوال انستيتيوت د مخ پر وړاندې پرتو ننګونو په تړاو يوه څېړنه کې ويلي، که چېرې د هوا تودېدل د ۱.۵ سانتي ګريډ څخه تر ۳ سانتي ګريډو پورې په نظر کې ونيول شي نو د نړۍ په ګوټ ګوټ کې به تر ۱۰۰۰ ډير لوی ښارونه اغېزمن شي. د چين له ۱۵۸ ښارونو څخه راټول شوي ارقام ښيي چې که د نړۍ تودوخې د سانټي ګريډ په کچه درې درجې لوړه شي، نو په دغه هېواد کې به د اوږدو ګرمو ورځو شمېر (چې د تودوخې درجې پکې د سانټي ګريډ له ۳۵ درجو اوړي) اويا سلنه ډير شي.
د سرچينو نړيوال انستيتيوت دغه راز خبرداری ورکړی چې د سختو اورښتونو له کبله به په چين کې د ځمکښویېدنو کچه ۱۳ سلنه ډيره شي او د چين په مرکزي، لويديځو او شمال ختيځو سيمو کې به د ملاريا، ډانګي تبې او نورو ناروغيو شمېر هم لوړ شي.
له شک پرته چې دغسې وضعيت به د عامې روغتيا او زيربناوو په برخه کې مشکلات رامنځته کړي او دا چاره بيا د جامع ښاري جوړښت ستراتيژيو ته د بېړنۍ اړتيا شتون را برسېره کوي.
اقليمي بدلون نور يوه غيرواقعي اندېښنه نه ده. د اقليمي بدلون اغېزې اوس عملاً د ميليونو وګړو ژوند ګواښي او دا ګواښ د ښاري سيمو اوسېدونکو ته تر نورو ډير متوجه دی. د اقليمي بدلون لپاره د چين پخواني ځانګړي استازي ژي ژينهاو په ښه ډول ويلي چې د اقليمي بدلون د کمولو په تړاو د لا ډېرې همغږۍ لپاره لا ډېرو څېړنو ته اړتيا ده. خورا ډېرې پاليسۍ شته چې په پلي کېدو سره یې د ګل خانه یي ګازونو د خپرېدو مخنيوی کيږي او له مخ پر ودې هېوادونو سره مرسته کولی شي چې ژوند ګواښونکې ننګونې له مخې لرې کړي.
لوی اقتصادونه، په ځانګړي ډول د جی شل غړي هېوادونه چې د نړۍ د ګل خانه يي ګازونو ۸۰ سلنه برخه خپروي، باید د يادو ګازونو د خپرېدو په کمولو کې خپلې هڅې چټکې کړي. تر دې دمه د يادو هېوادونو له ډلې يوه هم د ګل خانه يي ګازونو د کمولو په تړاو د ټاکل شويو موخو پر لور اساسي ګامونه نه دي اخيستي.
چين د کاپ -۲۹ سږنۍ غونډې ته له اقليمي بدلونونو سره د جوړښت د تقويه کولو لپاره د ابتدایي خبرداري سيسټم د ۲۰۲۵-۲۰۲۷ کلونو عملياتي پلان وړاندې کړ. دا د مهالني غبرګون يو پلان دی چې د ګواښونو د مديريت لپاره د سرچينو د نړيوال انستيتيوت د غوښتنې په مطابقت کې جوړ شوی دی. د دغه سيسټم موخه دا ده چې په نړيواله کچه د ګواښونو ارزونه پياوړې کړي، په نړيواله کچه د ابتدايي خبرداری شبکه رامنځته کړي او له مخ پر ودې هېوادونو سره مرسته وکړي چې د ابتدايي خبرداري په برخه کې د هغوی وړتياوې لوړې شي.
په ښارونو کې نوې کېدونکې او پر زيربناوو پانګونه د اقليمي بدلون پر وړاندې د مقاومت د لوړولو لپاره تر ټولو غوره لاره ده. د سرچينو د نړيوال انستيتيوت د څېړنې پر بنسټ، د اقليمي بدلون پر وړاندې د ښاري مقاومت پر لوړولو پانګونه لګښت نه بلکې حياتي پانګونه ده. په دې برخه کې هر لګول کېدونکی يوان په راتلونکو دیرشو کلونو کې له دوو تر شلو يوانو پورې ګټه کولی شي.
د سرچينو نړيوال انستيتيوت په بيجينګ، شانګهای او شاوخوا کې له اقليمي بدلون سره مقاومې ازمويښتي ټولنې رامنځته کړې دي. دغو پروژو نه يوازې د اقليمي بدلون ګواښونه راکم کړي، بلکې د ټولنو اوسېدونکي یې هم هڅولي چې له اقليمي بدلون سره د مقاومت د لوړولو په فعاليتونو کې ښکېل شي.
له اقليمي بدلون سره د ښاري مقاومت د لوړولو لپاره د حکومتونو، خصوصي سکټور، ټولنو او ټولو خلکو ګډو همکاريو ته اړتيا ده. ټولنو ته د پوهاوي ورکړه او په ځايي کچه د اقليمي بدلون مديريت د اقليمي بدلون پر وړاندې د مقاومت د لوړولو په هڅو کې د ټولنو د اوسېدونکو ښکېلتيا ډيرولی شي.