د روسیې د استخباراتو ادارې رئيس سيرګي ناريشکين يوګينيويچ د نومبر په ۲۰مې نېټې رسنيو ته ويلي، چې هېواد به یې د ناټو غړو هېوادونو ته اجازه ورنه کړي، چې پر خاورې يې بريدونه وکړي.
واشنګتن پوسټ د نومبر په ۱۹مې نېټې خبر ورکړی، چې د امريکې ولسمشر جوبایډن اوکراين ته د پرسونل ضد ځمکنيو ماينونو د برابرولو صلاحيت اړوندې ادارې ته ورکړی دی.
د ناريشکين په وينا، لوېديځ هېوادونه د روسیې په دريځ پوهيږي او زغم ساتنه يې ډېره مهمه بللې ده، ځکه له روسيې سره نېغه ښکيلتيا به دوی ته زيانونه ورسوي.