د سوريې پر پالميرا ښار د اسرائيل د هوايي بريدونو له امله ۸۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
CMG2024/11/21 11:22:24
شريکول:

د سوريې پوځ د نومبر په ۲۰مې نېټې په يوې اعلامیې کې ويلي، چې اسرائيلي ځواکونو په همدې ورځ د سوريې د حمص ايالت د پالميرا ښار پر څو ودانيو بريدونه کړي، چې له امله يې ۳۶ کسان وژل شوي او له ۵۰ زيات نور ټپيان شوي دي.

اعلاميه وايي، اسرائيلي ځواکونو د سوريې د التانف له لوري د پالميرا ښار پر څو ودانيو هوايي بريدونه کړي، چې له امله یې يادې ودانۍ ويجاړې شوي او شاوخوا نور کورونه سخت زيانمن شوي دي.