د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لسو غیر دایمي غړو هېوادونو د نومبر په ۲۰مې نېټې په یوې ګډې اعلامیې کې په غزې کې د بشري ناورین د لا زياتېدو د مخنيوي په پار بیړنۍ غوښتنه کړې او د شخړې پر ښکېلو خواوو یې د بېړني اوربند غږ کړی دی.
په ملګرو ملتونو کې د ګویان استازي رسنيو ته ويلي، چې د امنیت شورا غیر دایمي غړو هېوادونو د پنځه اونیو له پراخو سلامشورو او هڅو وروسته د یو پریکړه لیک مسوده چمتو کړې وه او موخه یې دا وه، چې په غزې کې د بشري ناورین د لا زياتېدو مخه ونيول شي، خو امريکې يادې مسودې ته مخالفه رايه ورکړې او رد کړې یې ده.
دغو هېوادونو يو ځل بیا له امنیت شورا غوښتي، چې د نړیوال سولې او خوندیتوب مسئولیت پرغاړه واخلي او پر نړیوالې ټولنې یې هم غږ کړی، چې په تاوتریخوالو او شخړو کې د بې ګناه ملکي وګړو او د هغوی کورنیو ته پاملرنه وکړي.