د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او مرستيال صدراعظم دينګ شوی شيانګ د نومبر په ۲۰ مې نېټې د دغه هېواد د جه جيانګ ولایت په وو جن علاقه دارۍ کې د انټرنېټ نړيوالې غونډې د وو جن سرمشریزې پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او وينا کړې ده.
نوموړي په خپلې وينا کې د چين د دولت رئیس شي جين پينګ د مبارکۍ پيغام ته، چې دغې سرمشريزې ته يې استولی، اشاره کړې ده او په خبره یې، دغه پیغام يادې سرمشريزې ته د نوموړي د پاملرنې ښکارندويي کوي.
دينګ شوی شيانګ ويلي، چين د انټرنېټ پرمختګ د هېواد د اصلاحاتو او ورخلاصون او د سوسياليستي عصريتوب لپاره مهم فرصت بولي او په فعاله توګه ترې ګټې پورته کوي او د انکشاف لپاره يې ډېرې هڅې کوي، چې پدې سره یې انټرنېټي او ډيجيټلي چارو ډېر پرمختګونه موندلي دي.
نوموړي زياته کړې، نړۍ د انټرنېټ او لويې ډېټا په ګډون د عصري تخنيکونو په برخه کې پرله پسې پرمختګونه کړي، خو د انټرنېټ امنيتي وضعيت يې له ډېرو ننګونو سره هم مخ دی او په وينا یې، نړيواله ټولنه تر بل هر وخت دې ته اړتيا لري، چې د انټرنېټي شبکې په برخه کې د ګډ برخليک ټولنې ابادۍ ته د نوې ودې د ورکولو په پار ګډې هڅې وکړي.
يه يادې سرمشريزې کې د چيني او بهرنيو حکومتي مامورينو، د يو شمېر نړيوالو سازمانونو د مسئولينو، د نړۍ د انټرنېټي تصديو د استازو او کارپوهانو په ګډون څه باندې ۱۸۰۰ کسانو ګډون کړی و.