د چین دولت رئیس شي جين پينګ د نومبر په ۲۰مې نېټې د برازیل په پلازمېنې برازيليا کې د دغه هېواد له ولسمشر لولا دا سیلوا سره لیدنه کړې او ورپسې دواړه سیالان په يوې يوې مطبوعاتي غونډې کې راڅرګند شوي دي.
شي جين پينګ رسنيو ته ويلي، چې هغه له خپل برازیلي سیال لولا دا سیلوا سره دوستانه خبرې کړي او د چين او برازيل د اړيکو د راتلونکي پرمختګ په اړه يې ورسره نوې ستراتيژيکه هوکړه کړې، چې له مخې به یې دواړه هېوادونه خپلمنځي اړيکې د ګډ برخليک ټولنې ته لوړې کړي او د عادلانه نړۍ او لا تلپاتې کرې د جوړولو لپاره به هڅې وکړي او په ورته وخت کې به د کمربند او لارې وړانديز د برازيل د پرمختګ له پلان سره پيوست کړي.
لولا دا سیلوا له برازيل څخه د شي جين پينګ د رسمي ليدنې تود هرکلی کړی او ويلي یې دي، چې د برازيل او چين زياتې ګډې ګټې او ژوره دوستي لري او خپلمنځي همکارۍ يې ستراتيژيک ارزښت او نړیواله اغېزه لري.
نوموړي چين د سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې د برازيل تر ټولو مهم همکار بللی او په خبره یې، چیني شرکتونو په برازيل کې اقتصادي او ټولنيز پرمختګ پياوړی کړی دی.
د چين او برازیل مشرانو پرېکړه کړې، چې د دواړو هېوادونو اړيکې د ګډ برخليک ټولنې ته لوړې کړي او په ورته وخت کې به د برازيل د پرمختګ پلان د چين د کمربند او لارې له وړانديز سره پيوست کړي.