د انټرنېټ نړیوال کنفرانس د چين او نړۍ د انټرنېټي پرمختګ راپورونه خپاره کړل
CMG2024/11/22 09:58:20
شريکول:

د ۲۰۲۴م کال د انټرنېټ نړيوال کنفرانس ووجن سرمشريزې د نومبر په ۲۱مې نېټې يوه خبري ناسته ترسره کړې او مسئولينو يې پکې دوه ابي کتابونه (( د ۲۰۲۴م کال د چين د انټرنېټي پرمختګ راپور)) او (( د ۲۰۲۴م کال د نړۍ د انټرنېټي پرمختګ راپور)) خپاره کړي دي.

د انټرنېټ نړیوال کنفرانس  له ۲۰۱۷م کال راهيسې هر کال ابي کتابونه خپروي، چې پکې د چين او نړۍ د انټرنېټي پرمختګ څېړنيز راپورونه او د نړۍ د انټرنېټ د پرمختګ او ادارې نظريې وړاندې کوي.

((د ۲۰۲۴م کال د چين د انټرنېټي پرمختګ راپور)) کې چين د نړۍ د انټرنېټ تر ټولو لوی بازار او د پنځه جي ((5G)) شبکه یې بې ساري ياده شوې ده.

د مالوماتو له مخې، په ۲۰۲۳م کال کې د چين د ډيجیټل اقتصادي چارو د مرکزي برخو زياتوالی له ۱۲ ټريليونو يوانو څخه پورته و او د دغه هېواد په جي ډي پي کې يې ۱۰ سلنه نېولې وه.