ایران: د اټومي انرژۍ نړیوالې ايجنسۍ سره د حفاظتي تړون په چوکاټ کې همکاريو ته دوام ورکوو
CGTN2024/11/22 11:03:37
شريکول:

د اټومي انرژۍ د نړیوالې ايجنسۍ شورا د نومبر په ۲۱مې نېټې د رايګيرۍ له لارې د ايران پر وړاندې يو پرېکړه ليک تصويب کړی دی.

د ايران بهرنيو چارو وزارت او د دغه هېواد د اټومي انرژۍ سازمان د همدې مياشتې په ۲۲مې نېټې په يوې ګډې اعلاميې کې ويلي، چې هېواد یې د حفاظتي تړون او د اټومي وسلو د نه خپرېدو تړون په چوکاټ کې د اټومي انرژۍ نړیوالې ايجنسۍ سره همکارۍ کوي.

ایران وايي، درې اروپايي هېوادونو او امريکا هيڅ مرسته ورسره نه ده کړې، بلکې برعکس د اټومي انرژۍ د نړیوالې ايجنسۍ شورا ته يې د دغه هېواد پر وړاندې پرېکړه ليک وړاندې کړی دی.

اعلاميه وايي، د ايران او د اټومي انرژۍ نړیوالې ايجنسۍ ترمنځ تخنيکي او حفاظتي همکارۍ به د حفاظتي تړون په چوکاټ کې دوام وکړي او د نړيوالو قوانينو په رڼا کې به له ټولو خواوو سره رغنده خبرې او تګ راتګ ولري.