د جرمونو نړيوالې محکمې د نومبر په ۲۱مې نېټې د اسرائيل د صدراعظم بنيامين نېتانياهو او د دفاع پخواني وزير يوف ګالانت د نيولو امر کړی دی.
د اسرائيل صدراعظم بنيامين نېتانياهو په همدې ورځ د جرمونو نړيوالې محکمې یاد امر په سختو ټکو غندلی او متعصب یې بللی دی.
د جرمونو نړيوالې محکمې ويلي، دغو دوو اسرائيلي چارواکو د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر له ۸مې نېټې څخه د ۲۰۲۴م کال د مې تر ۲۰مې نېټې پورې جنګي او د بشريت ضد جرمونه ترسره کړي دي.