د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د نومبر په ۲۱مې نېټې په يوې ټېليفوني وېنا کې ويلي، چې ځواکونو يې په همدې ورځ د اوکراين پر پوځي شرکتونو بريدونه کړي او له اټومي سرګولولو پرته د منځني واټن هایپرسونيک توغندي يې پرې ازمويلي دي.
نوموړي ويلي، د بل هېواد دفاعي سیسټم د دغه توغندي مخه نشي نيولی.
د اوکراين هوايي ځواک د نومبر په ۲۱مې نېټې پر ټولنيزو رسنيو ويلي، د روسيې ځواکونو په همدې ورځ د اوکراين د دنيپرو ښار پر کليدي اساسي تأسيساتو او شرکتونو د بین البراعظمي بالستيک توغندي په شمول څو ډوله توغندي ويشتلي دي.
د اوکراين او امریکا چارواکو ويلي، چې د روسي ځواکونو لخوا توغول شوي توغندي ښايي د منځني واټن هایپرسونيک توغندي وي.