چين د بلغارستان په شمول د نهو هېوادونو وګړو ته له ويزې پرته د سفر اجازه ورکړه
CMG2024/11/23 10:44:59
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان د نومبر په ۲۲مه نېټه په يوه خبري ناسته کې ويلي، چې بېجينګ د چينايانو او بهرنيانو تر منځ د تګ راتګ د پياوړتيا لپاره د هغو هېوادونو شمېر زيات کړی، چې ملکي وګړي يې کولی شي، له ويزې پرته چين ته سفر وکړي.

نوموړي ويلي، اوس د بلغارستان، رومانيا، کرواتيا، مونتينيګرو، شمالي مقدنيه جمهوريت، ماليتا، ايستونيا، لېټويا او جاپان عادي پاسپورټ لرونکي کولی شي، چې د ۲۰۲۴م کال د نومبر له ۳۰مې نېټې څخه د ۲۰۲۵م کال د ډسمبر تر ۳۱مې نېټې پورې چين ته بې له ويزې سفر وکړي. سربېره پر دې، په چين کې د دوی د پاتې کېدو ورځې له ۱۵ ورځو څخه ۳۰ ورځو ته وغځېدې.