د چين استازی: فشار اچول ډيپلوماتيک اصل نه دی او تقابل د ايران اټومي مسئله نه شي حلولی
CMG2024/11/23 14:52:41
شريکول:

د اټومي انرژۍ په نړيوالې ايجنسۍ کې د چين دايمي استازي لي سونګ د نومبر په ۲۱ مې نېټې د ايران د اټومي مسئلې په تړاو د دې ايجنسۍ د شورا غونډې ته په وينا کې وويل، چې چين د محافظت او نظارت په تړاو د ستونزو په هوارولو کې د ايران او د اټومي انرژۍ نړيوالې ايجنسۍ ترمنځ د همکارۍ هرکلی کوي او ايران ته د دې ایجنسۍ د عمومي مدير ګروسي د تېرې اونۍ  سفر او له ايراني لوري سره يې مثبت تعامل او لاسته راوړنې ستايي.

نوموړي زياته کړه، چې  فشار اچول ډيپلوماتيک اصل نه دی او تقابل د ايران اټومي مسئله نه شي حلولی او د اټومي وسلو د خپرېدو د مخنيوي اساسي حللاره دې د ډيپلوماتيکو هڅو او څواړخيزو او رغنده همکاريو له لارې پيدا شي.

په همدې ورځ د ايران د اټومي مسئلې په تړاو د اټومي انرژۍ د ايجنسۍ د شورا په غونډه کې جرمني، فرانسې، برېټانيې او امريکې پر ايران د فشار اچولو په تړاو د نوي پرېکړه ليک تصويب غوښتی دی. د دې شورا له ۳۵ غړو هېوادونو څخه چين، روسيې او بورکينافاسو دغه پرېکړه ليک ته مخالفې رايې او د برازيل، جنوبي افريقا، هند او مصر په ګډون ۱۲ پرمختيايي هېوادونو بيا ورته ممتنع رايې ورکړې دي.