د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال پروګرام د نومبر په ۲۲ مې نېټې د ۲۰۲۵م کال لپاره د خپل نړيوال لرليد راپور خپور کړ چې له مخې يې په ۲۰۲۵م کال کې به له لوږې سره مخ کسانو سره د مرستې لپاره ۱۶ ميليارد او ۹۰۰ میليونه ډالرو ته اړتیا وي.
په دغه راپور کې په هغو هېوادونو او سيمو کې، چې د خوړو نړيوال پروګرام پکې عمليات پیل کړي، د خوړو د خونديتوب وروستی وضعيت ارزول شوی او د لوږې له ګواښ سره د مقابلې په تړاو د دغه پروګرام د راتلونکي ۲۰۲۵م کال عملياتي پلان بيان شوی دی.
راپور وايي، تر اوسه پورې د نړۍ د ۷۴ هېوادونو ۳۴۳ ميليونه کسان د خوړو د ناڅاپو ناخوندي ستونزو له ګواښ سره مخ دي. دغه راز په ۲۰۲۵م کال کې به ۱۲۳ ميليونه کسان له لوږې سره مخ شي او له هغوی سره به د مرستې لپاره ۱۶ میليارده او ۹۰۰ ميليونه ډالرو ته اړتیا وي.