د پيرو ولسمشرې دينا بولوارت په دې وروستيو کې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د چين ميډيا ګروپ له خبريالې سره ځانګړې مرکه وکړه.
بولوارت په مرکې کې وويل، چې چين د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي همکارۍ په سازمان يا ايپېک کې مهم او د مشرتابه رول لوبوي. چين د پيرو لومړی لوی تجارتي ملګري دي او پيرو به له چين سره اقتصادي او سوداګريزې اړيکې لا ټينګې کړي او د بېوزلۍ د له منځه وړلو او د يوه ځواکمن هېواد د ابادولو په برخو کې چين د خپلې زده کړې سرمشق ګرځوي.
نوموړې د کمربند او لارې وړاندیز، د متقابل درناوي، برابرۍ او د سولې ساتنې په برخو کې د زده کړې وړ او د ګټورو بېلګو په توګه ياد کړل او ويې ويل، چې پيرو به د کمربند او لارې په ابادۍ کې ګډون او رول ته دوام ورکړي.