په اذربايجان کې”د کوپ ۲۹“غونډې موده غځول شوې
CMG2024/11/23 14:51:36
شريکول:

د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون چوکاټي تړون د لاسليکوونکو ۲۹ مې غونډې يا کوپ ۲۹ چې ټاکل شوې وه چې د نومبر په ۲۲ مه پای ته رسېږي، خو موده یې غځېدلې ده.

د دې غونډې رئيسه هېواد د نومبر د ۲۲ مې نېټې په ماسپښين اړوند وړانديز تعديل کړ.

د معلوماتو له مخې، د غونډې ګډونوال له اقليمي بدلون سره د مقابلې لپاره د بسپنې راټولولو د مشخصې موخې د ټاکلو (NCQG)په ګډون يو شمېر موضوعاتو کې د نظريو لوی توپيرونه لري.

د يادې مشخصې موخې ټاکل په روانه غونډه کې له مهمو موضوعاتو څخه دي، چې ګډونوال ورته ډېره پاملرنه کوي.

د کوپ ۱۵غونډې د پرېکړه ليک له مخې چې په ۲۰۰۹ م کال کې ترسره شوی، پرمختللي هېوادونه به هر کال پرمختيايي هېوادونو ته ۱۰۰ ميليارده ډالره ورکوي.

په روانه کوپ ۲۹ غونډه کې بېلابېلو خواوو هيله څرګنده کړې، چې د ۲۰۲۵ م کال د بسپنې راټولولو موخه به د کوپ ۱۵ د پرېکړه ليک پر اساس وټاکل شي او د فنډ یا بسپنې د اړوندو ميکانيزمونو په ترتيباتو کې به اجماع رامنځته شي.